د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
68 : 12

وَلَمَّا دَخَلُوْا مِنْ حَیْثُ اَمَرَهُمْ اَبُوْهُمْ ؕ— مَا كَانَ یُغْنِیْ عَنْهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ اِلَّا حَاجَةً فِیْ نَفْسِ یَعْقُوْبَ قَضٰىهَا ؕ— وَاِنَّهٗ لَذُوْ عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

او کله چې له هغې لارې ورننوتل چې پلار ورته امر کړی و. د الله د غوښتنې په مقابل کې دغه احتیاطي تدبیر د هیڅ شي مخه ونه شوه نیولای مګر دا د یعقوب د زړه یوه هیله وه چې پوره ئې کړه. او بې له شکه چې یعقوب ته مونږ ډیر زیات علم ورکړی و. خو ډیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير: