د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
66 : 12

قَالَ لَنْ اُرْسِلَهٗ مَعَكُمْ حَتّٰی تُؤْتُوْنِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ لَتَاْتُنَّنِیْ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّحَاطَ بِكُمْ ۚ— فَلَمَّاۤ اٰتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟

پلار يې وویل: زه به هیڅکله هغه له تاسې سره ونه لیږم تر څو تاسې له ما سره د الله په نوم کلک تعهد ونه کړئ چې تر څو تاسې ټول د بل چا په ولکه کې نه وئ راغلي نو خامخا به بنیامین بیرته ماته راولئ. نو کله چې هغوی تعهد وکړ یعقوب وویل: الله پاک زمونږ پر خبرو څارونکی دی. info
التفاسير: