د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
58 : 12

وَجَآءَ اِخْوَةُ یُوْسُفَ فَدَخَلُوْا عَلَیْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟

او د یوسف ورونه مصر ته راغلل [۱] د یوسف دربار ته ورغلل هغه خپل ورونه وپيژندل خو هغوی یوسف ونه پیژانده. info

[۱] د وچ کالۍ له کبله په ټوله منطقه کې کاتي وه یوازې مصر د پروګرام له مخې ذخیره درلوده نو له هري لورې به خلک مصر ته د خوراک ترلاسه کولو لپاره راتلل چې په دې توګه د یوسف ورونه هم د خوراکي موادو لپاره خپل واکمن ورور ته راغلل( تفهیم القران).

التفاسير: