د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
38 : 11

وَیَصْنَعُ الْفُلْكَ ۫— وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَیْهِ مَلَاٌ مِّنْ قَوْمِهٖ سَخِرُوْا مِنْهُ ؕ— قَالَ اِنْ تَسْخَرُوْا مِنَّا فَاِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُوْنَ ۟ؕ

نوح د کیښتۍ په جوړولو بوخت وو خو چې د قوم د مشرانو هره ډله به پرې تیریده نو ملنډې به يې پرې وهلې.[۴] نوح به ویل نن که تاسې پر مونږ ملنډې وهئ ویې وهئ مونږ به هم په تاسې همداسې وخاندو لکه نن چې په مونږ خنداګانې کوئ. info

[۴] په دې توګه چې نوح لیونی شو په وچه دښته کې د بحر لپاره کیښتۍ جوړ وي.

التفاسير: