د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
3 : 11

وَّاَنِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُمَتِّعْكُمْ مَّتَاعًا حَسَنًا اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّیُؤْتِ كُلَّ ذِیْ فَضْلٍ فَضْلَهٗ ؕ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ كَبِیْرٍ ۟

د خپل رب نه مو بښنه وغواړئ او په پوره اخلاص سره د هغه په لور وګرځئ. هغه به هم تاسې ته تر ټاکلې نیټې پورې ښه ژوند در په برخه او د نیکیو والا ته به د هغه د نیکیو بدله ورکړي. او که مخ مو واړولو، نو زه پر تاسې د یوې لويې ورځې له عذاب نه ډاریږم. info
التفاسير: