د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
109 : 11

فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّمَّا یَعْبُدُ هٰۤؤُلَآءِ ؕ— مَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا كَمَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُهُمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— وَاِنَّا لَمُوَفُّوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ غَیْرَ مَنْقُوْصٍ ۟۠

نو ای پیغمبره! د هغه څه په هکله چې دا کافران يې رابلي په شک او ګومان کې مه پریوزه. دوی د همغه څه عبادت کوي چې وړاندې يې پلرونو عبادت کاوه. مونږ به هم د هغوی برخه په پوره ډول بې له کموالي ورکړو. info
التفاسير: