د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
117 : 9

لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَالْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

الله نبي (عليه السلام) او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چې هغوى په ډېر تنګ وخت كې د ده (نبي عليه السلام) ملګرتيا وكړه، له هغه وروسته چې نږدې وو له هغوى نه د يوې ډلې زړونه كاږه شي خو بيا يې (له كوږوالي وساتل او) معاف يې كړل، بې شكه هغه پر دوى نرمي كوونكى مهربان دى. info
التفاسير: