د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
54 : 7

اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۫— یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا ۙ— وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍ بِاَمْرِهٖ ؕ— اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ؕ— تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

بې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب. info
التفاسير: