د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
148 : 7

وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوْسٰی مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ حُلِیِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهٗ خُوَارٌ ؕ— اَلَمْ یَرَوْا اَنَّهٗ لَا یُكَلِّمُهُمْ وَلَا یَهْدِیْهِمْ سَبِیْلًا ۘ— اِتَّخَذُوْهُ وَكَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟

او د موسى -علیه السلام- قوم د ده (له تګ) وروسته له خپلو ګاڼو څخه د خوسي (په څېر) بت جوړ كړ چې رمباړه یې هم لرله، آيا دوى نه كتل چې نه خبرې ورسره كوي او نه څه لار ورښايي، خو بيا يې هم په خدايۍ ونيوه او دوى (په خپلو ځانو) ظالمان وو. info
التفاسير: