د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
105 : 7

حَقِیْقٌ عَلٰۤی اَنْ لَّاۤ اَقُوْلَ عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ ؕ— قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَرْسِلْ مَعِیَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

ما سره په ټينګه دا ښايي چې الله پورې پرته له رښتيا (بل) څه ونه وايم، رښتيا هم ستاسو د رب له خوا مې څرګنده نښانه درته راوړې ده، نو بني اسرائيل راسره ولېږه (شام ته). info
التفاسير:

external-link copy
106 : 7

قَالَ اِنْ كُنْتَ جِئْتَ بِاٰیَةٍ فَاْتِ بِهَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ويلې كه څه نښانه دې راوړې وي نو هغه راوړه كه ته رښتينی یې. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 7

فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

نو خپله لکړه (امسا) يي وغورځوله چې له واره يو څرګند ښامار ترې جوړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 7

وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠

او چې خپل لاس يې را واېست نو (ټولو) كتونكو ته تك سپين وځلېد. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 7

قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

د فرعون د قوم مشرانو وويل: بې شكه چې دا يو پوه كوډګر دى. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 7

یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ ۚ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟

غواړي تاسو له خپلې ځمكې وباسي نو څه امر (يا مشوره) كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
111 : 7

قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَاَرْسِلْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ

دوى ويل: هغه او ورور ته يې څه مهلت وركړه او (بېلا بېلو) ښارونو ته راټولونكي ولېږه. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 7

یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟

چې هر پوه جادوګر درته راولي. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 7

وَجَآءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوْۤا اِنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

او بيا فرعون ته كوډګران راغلل ويلې: كه موږ بريالي شو نو موږ ته خو به حتماً څه بدله وي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 7

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

ويلې هو او تاسې به (د دربار) له نږدې كسانو ياست. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 7

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَاِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ نَحْنُ الْمُلْقِیْنَ ۟

هغوى ويل: ای موسى يا به يې ته غورځوې، يا به موږ (ړومبي) غورځوونكي یو. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 7

قَالَ اَلْقُوْا ۚ— فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا سَحَرُوْۤا اَعْیُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوْهُمْ وَجَآءُوْ بِسِحْرٍ عَظِیْمٍ ۟

ويلې: وغورځوئ، نو چې ويې غورځول د خلكو په سترګو يې جادو وكړ، ويې وېرول او سترې كوډې يې وكړې. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 7

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ۚ— فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚ

او موسى ته مو حكم وكړ چې لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ناڅاپه يې د هغوى د دروغو جوړ كړي شيان ښوى تېرول. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 7

فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

نو (په دې توګه) حق ثابت شو او څه چې هغو كول (چور) باطل شول. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 7

فَغُلِبُوْا هُنَالِكَ وَانْقَلَبُوْا صٰغِرِیْنَ ۟ۚ

نو هماغلته مغلوب شول او سپك وګرځېدل. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 7

وَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

او كوډګران سجده كوونكي وغورځول شول. info
التفاسير: