د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
20 : 47

وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُوْرَةٌ ۚ— فَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَّذُكِرَ فِیْهَا الْقِتَالُ ۙ— رَاَیْتَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یَّنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ؕ— فَاَوْلٰى لَهُمْ ۟ۚ

او وایي هغه خلک چې دعوا د ایمان کوي ولې نشې نازلیدلی یو سورت، نو کله چې یو محکم (پوخ مضمون والا) سورت نازل کړی شي، او ذکر کړی شي په هغه کې حکم د قتال، ویني ته هغه کسان چې په زړونو د هغوی کې مرض دی چې ګوري به تا ته په څېر د کتلو د هغه چا چې د مرګ له کبله ورباندې بېهوشي راغلې وي، نو تباهي ده دوی لره. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 47

طَاعَةٌ وَّقَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ ۫— فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ ۫— فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ۟ۚ

امر منل او ښه خبره كول (په كار دي) (او) بيا چې كله غوڅ حکم ورکړل شو نو كه الله سره يې رېښتينولي كړې وی (دا به) هرومرو ورته غوره و. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 47

فَهَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ اَنْ تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَتُقَطِّعُوْۤا اَرْحَامَكُمْ ۟

نو آيا تاسي (منافقان) دې ته نه يې نږدې چې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ او خپلوۍ به مو پرې كړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 47

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فَاَصَمَّهُمْ وَاَعْمٰۤی اَبْصَارَهُمْ ۟

دوى هغه خلك دي چې الله پرې لعنت كړى نو هغوى يې كاڼه او سترګې يې ورړندې كړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 47

اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا ۟

آيا دوی سوچ نه کوي په قرآن کې او كه پر زړونو يې تالې لګېدلې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 47

اِنَّ الَّذِیْنَ ارْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَی ۙ— الشَّیْطٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ ؕ— وَاَمْلٰی لَهُمْ ۟

بېشکه هغه كسان چې واوړېدل (له ایمان څخه) په شاګانو خپلو وروسته لدې چې ښکاره شو دوی ته هدایت، شیطان ډولي (ښایسته) کړي دي دوی لره (بد عملونه د دوی) او مهلت یي ورکړی دی دوی ته. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ كَرِهُوْا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ سَنُطِیْعُكُمْ فِیْ بَعْضِ الْاَمْرِ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِسْرَارَهُمْ ۟

دا ځكه چې دوى وويل هغو كسانو ته چې د الله را نازله كړې وحى يې بده ګڼله: موږ به هم په ځينو كارونو كې ستاسي خبره ومنو، او الله ته يې پټې خبرې (ښې) معلومې دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 47

فَكَیْفَ اِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۟

نو څه حال به وي كله چې پرېښتې يې ساه اخلي، پر مخونو او څټونو يې وهي؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَكَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟۠

دا له دې امله چې دوى په هغه څه پسې ولاړل كوم چې الله غصه (ناخوښه) كړ او د هغه خوښي يې بده وګڼله، نو د هغوى عملونه يې برباد (خراب) كړل. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 47

اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَنْ لَّنْ یُّخْرِجَ اللّٰهُ اَضْغَانَهُمْ ۟

ايا هغو كسانو چې په زړونو كې يې ناروغي ده دا انګيرلې ده چې الله به د هغوى دزړونو كينه (له مومنانو سره) راښكاره نكړي؟ info
التفاسير: