د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
23 : 45

اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَاَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّخَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَقَلْبِهٖ وَجَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً ؕ— فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْ بَعْدِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوسونه يې ځان ته معبود ګرځولي او له پوهې سره الله بې لارې كړ، پر غوږ او زړه يې ټاپه ور ووهله او په سترګو يې پرده ورواچوله؟ نو له الله وروسته به يې څوك لارښوونه وكړي؟ آيا تاسي څه پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 45

وَقَالُوْا مَا هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا یُهْلِكُنَاۤ اِلَّا الدَّهْرُ ۚ— وَمَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۚ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟

او هغوى (دا هم) وويل چې بل څه نشته همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او ژوند كوو، او بل څه نه، يوازې همدا زمانه مو له منځه وړي! هغوى لره په دې خبره څه علم نشته، هغوى نور څه نه يوازې ګومان كوي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 45

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او كله چې زموږ څرګند آيتونه پرې لوستل كيږي نو بيا هغوى سره بل دليل نه وي پرته له دې چې وايى كه تاسي رښتيني ياست نو زموږ پلرونه راولئ! info
التفاسير:

external-link copy
26 : 45

قُلِ اللّٰهُ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یَجْمَعُكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

ورته ووايه: همغه الله مو ژوندي كوي، بيا مړه كوي بيا مو د قيامت ورځې ته ورټولوي چې (هيڅ) شك پكې نشته خو زياتره خلك نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 45

وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّخْسَرُ الْمُبْطِلُوْنَ ۟

او الله لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او په كومه ورځ چې قيامت كيږي په همغه ورځ به دا باطل پرستان تاواني كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 45

وَتَرٰی كُلَّ اُمَّةٍ جَاثِیَةً ۫ؕ— كُلُّ اُمَّةٍ تُدْعٰۤی اِلٰی كِتٰبِهَا ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او ته به وينې چې هر امت په زنګنو پروت دى، هر امت به خپل خپل كتاب ته راغوښتل كيږي، نن به د همغو عملونو بدله دركول کيږي چې کول مو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 45

هٰذَا كِتٰبُنَا یَنْطِقُ عَلَیْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

زموږ دا كتاب ستاسي په هكله رښتينې خبرې كوي، موږ بېشكه هغه څه ليكل چې تاسي به كول. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 45

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟

نو هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى رب به يې خپل رحمت كې داخلوي، همدا څرګند برياليتوب دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 45

وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۫— اَفَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنْتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟

او هغه كسان چې كافران شوي (ورته وبه ويل شي) آيا زما آيتونه پر تاسي نه وو لوستل شوي؟ چې بيا تاسي لويي وكړه او تاسي خو وئ مجرمان خلك. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 45

وَاِذَا قِیْلَ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّالسَّاعَةُ لَا رَیْبَ فِیْهَا قُلْتُمْ مَّا نَدْرِیْ مَا السَّاعَةُ ۙ— اِنْ نَّظُنُّ اِلَّا ظَنًّا وَّمَا نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِیْنَ ۟

او كله چې وويل شول: يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او په قيامت كې شک نشته نو تاسي وويل: نه پوهيږو قيامت څه دى؟ هسې يو ګومان كوو خو موږ باور كوونكي نه يو. info
التفاسير: