د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
19 : 44

وَّاَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

او (بل) دا چې د الله پر وړاندې لويي مه كوئ، زه تاسي ته د ښكاره دليل راوړونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 44

وَاِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ ۟ۚ

او زه خپل رب او ستاسي رب پورې پناه غواړم، له دې چې تاسي مې سنګسار كړئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 44

وَاِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ ۟

او كه پر ما ايمان نه راوړئ نو رانه ګوښه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 44

فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ ۟

نو خپل رب ته يې دعا وكړه چې دا په رېښتيا مجرمان خلك دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 44

فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟ۙ

نو زما بندګان په شپه درسره بوزه، تاسي به هرومرو تر شا پلټل كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 44

وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ؕ— اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ ۟

او ته درياب همداسې ولاړ پرېږده، هغوی يو ډوبېدونكى لښكر دى. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 44

كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

څومره باغونه او چينې يې پرېښودې؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 44

وَّزُرُوْعٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

او كروندې او ښكلي ځايونه (استوګنځي)؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 44

وَّنَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَ ۟ۙ

او (ډېر داسې) نعمتونه چې هغوى يې په مزو كې وو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 44

كَذٰلِكَ ۫— وَاَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟

همداسې وشول او هغه (شيان) مو بل قوم ته په ميراث وركړل. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 44

فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ وَمَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ ۟۠

خو نه آسمان او ځمكې پرې وژړل او نه هغوى ته څه مهلت وركړى شو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 44

وَلَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟ۙ

او بېشكه موږ بنى اسرائيل له سپكوونكي عذابه وژغورل. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 44

مِنْ فِرْعَوْنَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟

له فرعونه، يقيناً هغه سركښ او له زياتي كوونكو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 44

وَلَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

او هغوى (بنى اسرائيل) مو له پوهې سره پر نړيوالو غوره وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 44

وَاٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ ۟

او هغوى ته مو داسې نښانې وركړې چې ښكاره ازمويښت پكې و. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 44

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

دا خلك خو هرومرو دا وايي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 44

اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ ۟

چې بل څه نشته همدا زموږ لومړی مرګ دى او موږ بيا راپورته كېدونكي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 44

فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

نو كه تاسي رښتيني ياست زموږ پلرونه راولئ! info
التفاسير:

external-link copy
37 : 44

اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ ۙ— وَّالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— اَهْلَكْنٰهُمْ ؗ— اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟

آيا هغوى غوره دي كه د تبع قوم او هغه چې تر هغوى مخكې وو؟ هغوى (ټول) مو تباه كړل، هغوى بېشكه مجرمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 44

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟

او موږ آسمانونه، ځمكه او د هغو ترمنځه شيان څه د لوبو په ډول نه دي پيدا كړي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 44

مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

هغه مو له يو رښتيني مقصد پرته هسې نه دي پيدا كړي خو د هغوى زياتره نه پوهيږي. info
التفاسير: