د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
25 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟

په تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 37

بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟

بلكې هغوى نن تسليم شوي دى.
.
info
التفاسير:

external-link copy
27 : 37

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 37

قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟

وايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 37

قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

(مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 37

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟

او پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 37

فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟

نو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 37

فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟

نو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 37

فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

نو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟

موږ په مجرمانو همداسې چارې كوو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 37

اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ

هغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 37

وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ

او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 37

بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

بلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 37

اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ

(او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 37

وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

او له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

پرته د الله له سوچه بندګانو. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 37

اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

د هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 37

فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ

يعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 37

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

نعمت والا جنتونو كې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 37

عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

په تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 37

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

د روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 37

بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ

تك سپين، د څښونكو لپاره خوندور. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 37

لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟

نه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 37

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ

او هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 37

كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

لكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 37

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 37

قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ

په دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ. info
التفاسير: