د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
14 : 34

فَلَمَّا قَضَیْنَا عَلَیْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلٰی مَوْتِهٖۤ اِلَّا دَآبَّةُ الْاَرْضِ تَاْكُلُ مِنْسَاَتَهٗ ۚ— فَلَمَّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ اَنْ لَّوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ الْغَیْبَ مَا لَبِثُوْا فِی الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟

بيا كله چې موږ پر سليمان (علیه السلام) د مرګ فيصله وكړه، نو پېريانو ته د هغه د مرګ خبر وركوونكى بل څه نه و پرته له هغه چینجي چې د هغه امسا يې خوړله، په دې ډول كله چې سليمان (علیه السلام) راولوېده، نو (خلکو ته) پېریان څرګند شول چې كه دوى په غيبو پوهېدلی نو دغه سپکونکی عذاب كې به نه وو پاتې شوي. info
التفاسير: