د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
63 : 33

یَسْـَٔلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِیْبًا ۟

خلك دې له قيامته پوښتي، ورته وايه: علم يې بس الله سره دى او ته څه خبر يې ښايي قيامت نېږدې وي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 33

اِنَّ اللّٰهَ لَعَنَ الْكٰفِرِیْنَ وَاَعَدَّ لَهُمْ سَعِیْرًا ۟ۙ

بېشكه الله كافران رټلي او جهنم يې ورته چمتو كړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 33

خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۚ— لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۚ

همیشه به وي به هغې کې همیشه، نه به مومي دوست او نه مرستندوی. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 33

یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَاَطَعْنَا الرَّسُوْلَا ۟

هغه ورځ درپه یاد کړه چې اړولای او راړولای به شي مخونه د دوی په اور کې، او وایي به: ارمان چې د الله خبره مو منلې واى او د رسول پيروي مو كړې واى. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 33

وَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّاۤ اَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَاَضَلُّوْنَا السَّبِیْلَا ۟

او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 33

رَبَّنَاۤ اٰتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِیْرًا ۟۠

زموږ ربه! هغوى ته له عذابه دوه برابره (برخه) وركړه او په ستر لعنت يې ورټه. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 33

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اٰذَوْا مُوْسٰی فَبَرَّاَهُ اللّٰهُ مِمَّا قَالُوْا ؕ— وَكَانَ عِنْدَ اللّٰهِ وَجِیْهًا ۟

ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د هغو خلکو په څېر مه كيږئ چې موسىٰ ته يې تكليف ورسولو چې بيا الله د هغوى له خبرو د هغه صفايي (هم) وركړه او هغه خو د الله پر وړاندې (ډېر) مخور و. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 33

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟ۙ

اى مومنانو! له الله ووېرېږئ او سمه خبره كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 33

یُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟

ستاسي كارونه به سم كړي، او ګناهونه به مو دروبخښي او چا چې الله او د هغه د رسول خبره ومنله نو په رېښتيا هغه برى وموند، لوى برى. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 33

اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَاَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْاِنْسَانُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ ظَلُوْمًا جَهُوْلًا ۟ۙ

بېشکه موږ (خپل) امانت آسمانونو، ځمكې او غرونو ته وړاندې كړ نو هغوى يې له وړلو انكار وكړ او ترې ووېرېدل (خو) انسان هغه په غاړه واخيست. رښتيا چې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 33

لِّیُعَذِّبَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ وَیَتُوْبَ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠

تر څو الله منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي او د مومنانو نارينه او ښځو توبه قبوله كړي او الله بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير: