د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
45 : 27

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

او بې شكه موږ ثموديانو ته د هغوى ورور صالح ورلېږلى وو چې (يوازې) الله ولمانځئ نو يو دم هغوى دوې ډلې شول چې سره جنګېدل به. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 27

قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

(صالح) وويل: زما قومه! له نېكۍ وړاندې ولې د بدۍ لپاره بيړه كوئ؟ ولې له الله بخښنه نه غواړئ چې رحم درباندې وكړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 27

قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟

هغوى ويل: موږ په تا او ستا په ملګرو پورې بدمرغي نيولې ده! (صالح) وويل: ستاسو (بدمرغي) الله سره ده، خو تاسي يو قوم ياست چې ازمويل کېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 27

وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

او په هغه ښار كې نه (9) ټولي مشران وو چې په هغه سيمه كې يې فساد خپرولو او څه سمون يې نه كولو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 27

قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

ويې ويل: پر الله قسم سره وكړئ چې هرومرو به پر هغه او كورنۍ يې د شپې يرغل كوو بيا به يې خپلوانو ته وايو چې موږ د هغه د كورنۍ د وژنې په ځاى كې حاضر نه وو او موږ بالكل رښتيني يو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 27

وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

هغوى يوه دسيسه جوړه كړه خو موږ هم يو تدبیر جوړ كړ چې هغوى خبر هم نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 27

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

نو ګوره چې د هغوى د دسيسې پايله څه وه؟ دا چې موږ هغوى او ټول قوم يې تباه كړ. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 27

فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

هغه دي كورونه يې وران تش پراته دي په دې چې ظلم يې كړى وو، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده هغو خلكو لپاره چې پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 27

وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟

او هغه خلك مو وساتل چې ايمان يې راوړى و او تقوا يې كوله. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 27

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟

او (در په ياد كړئ) لوط كله چې خپل قوم ته يې وويل: آيا تاسو په (رڼو) سترګو وينئ بدكاري كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 27

اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟

آيا تاسو ښځې پرېږدئ، سړيو ته د شهوت لپاره ورځئ؟ بلكې داسې خلك ياست چې ډېر جهالت كوئ. info
التفاسير: