د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
19 : 18

وَكَذٰلِكَ بَعَثْنٰهُمْ لِیَتَسَآءَلُوْا بَیْنَهُمْ ؕ— قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ؕ— قَالُوْا رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ ؕ— فَابْعَثُوْۤا اَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هٰذِهٖۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ فَلْیَنْظُرْ اَیُّهَاۤ اَزْكٰی طَعَامًا فَلْیَاْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِّنْهُ  وَلَا یُشْعِرَنَّ بِكُمْ اَحَدًا ۟

او په همدې (عجيبه) توګه مو راويښ هم كړل چې خپلو كې سره وپوښتي، نو يوه يې وويل: څومره به (دلته) ځنډېدلي ياست؟ ويلې يوه يا نيمه ورځ، بيا يې سره وويل: الله ښه پوه دى چې څومره ځنډېدلي ياست، خو يو كس مو له دغو سپينو روپيو سره ښار ته واستوئ چې وګوري كوم يوه سره ښه پاک خواړه دي نو بيا دې له هماغه نه څه خواړه درته راوړي او نرمي او هوښياري دې كوي او هېڅوک دې نه درباندې خبروي. info
التفاسير: