د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
6 : 14

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ اَنْجٰىكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ وَیُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠

او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: پر تاسو د الله هغه نعمت درياد كړئ چې له فرعونیانو يې وژغورلئ، چې تاسو به يې سخت كړولئ، زامن به يې درته حلالول او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې مو د خپل رب له لوري لوى ازميښت و. info
التفاسير: