د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
70 : 12

فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَایَةَ فِیْ رَحْلِ اَخِیْهِ ثُمَّ اَذَّنَ مُؤَذِّنٌ اَیَّتُهَا الْعِیْرُ اِنَّكُمْ لَسٰرِقُوْنَ ۟

نو كله چې یې د هغوى سامان چمتو كړ، خپل جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود بيا يو آواز كوونكي نارې كړې چې ای كاروانيانو تاسو خامخا غله ياست. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 12

قَالُوْا وَاَقْبَلُوْا عَلَیْهِمْ مَّاذَا تَفْقِدُوْنَ ۟

هغوى وويل او مخ يې پرې راواړولو چې څه شى مو ورک دي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 12

قَالُوْا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَنْ جَآءَ بِهٖ حِمْلُ بَعِیْرٍ وَّاَنَا بِهٖ زَعِیْمٌ ۟

هغوى وويل د باچا پيمانه مو وركه كړې ده او چا چې راوړه هغه ته د يو اوښ بار ډالۍ ده او زه ذمه وار يم. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 12

قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ عَلِمْتُمْ مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِی الْاَرْضِ وَمَا كُنَّا سٰرِقِیْنَ ۟

هغوى وويل: په الله قسم دى موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې په ځمكه كې فساد جوړ كړو او نه غله يو. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 12

قَالُوْا فَمَا جَزَآؤُهٗۤ اِنْ كُنْتُمْ كٰذِبِیْنَ ۟

ویې وېلې نو سزا به يې څه وي كه تاسو دروغجن وئ. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 12

قَالُوْا جَزَآؤُهٗ مَنْ وُّجِدَ فِیْ رَحْلِهٖ فَهُوَ جَزَآؤُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟

هغوى وويل: سزا يې دا ده چې د هر چا بار كې وموندل شوه نو هغه به خپله په سزا كې ځي، ظالمانو ته همدغه شان سزا وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 12

فَبَدَاَ بِاَوْعِیَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ اَخِیْهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِّعَآءِ اَخِیْهِ ؕ— كَذٰلِكَ كِدْنَا لِیُوْسُفَ ؕ— مَا كَانَ لِیَاْخُذَ اَخَاهُ فِیْ دِیْنِ الْمَلِكِ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ ؕ— وَفَوْقَ كُلِّ ذِیْ عِلْمٍ عَلِیْمٌ ۟

نو د هغه د ورور له بار څخه مخکې يې د هغوى په بارونو پيل وكړ بيا يې د ورور له باره راواېستله، همداسې مو يوسف ته يو تدبير وښوده، د باچا په قانون کې (ممکن) نه و چې دی دې خپل ورور راونیسي مګر دا چې الله څه وغواړي، هر چاته مو چې خوښ شي درجې يې اوچتوو او د پوهې د هر څښتن دپاسه بل پوه شته دى. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 12

قَالُوْۤا اِنْ یَّسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ اَخٌ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَاَسَرَّهَا یُوْسُفُ فِیْ نَفْسِهٖ وَلَمْ یُبْدِهَا لَهُمْ ۚ— قَالَ اَنْتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا ۚ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَصِفُوْنَ ۟

هغوى وويل: كه دى غلا كوي نو ورور يې هم لا ړومبى غلا كړې وه، نو يوسف دا خبره په زړه كې پټه وساتله او ورته څرګنده يې نكړه، (پټ) يې وويل: تاسو په مرتبه كې لا ډېر بدتر ياست او الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې بيانوئ. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 12

قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ اِنَّ لَهٗۤ اَبًا شَیْخًا كَبِیْرًا فَخُذْ اَحَدَنَا مَكَانَهٗ ۚ— اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

دوى وويل: ای عزيزه! د ده يو زوړ سپين ږيرى پلار دى نو د ده پر ځاى له موږ څخه كوم يو ونيسه، موږ دې له نېكانو څخه وينو. info
التفاسير: