د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
99 : 10

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَاٰمَنَ مَنْ فِی الْاَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِیْعًا ؕ— اَفَاَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتّٰی یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟

او كه ستا رب غوښتي واى نو څوک چې په ځمكه كې دي ټولو به ايمان راوړى و، نو آيا ته خلک مجبوروې چې ايمان لرونكي دې شي. info
التفاسير: