د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
61 : 10

وَمَا تَكُوْنُ فِیْ شَاْنٍ وَّمَا تَتْلُوْا مِنْهُ مِنْ قُرْاٰنٍ وَّلَا تَعْمَلُوْنَ مِنْ عَمَلٍ اِلَّا كُنَّا عَلَیْكُمْ شُهُوْدًا اِذْ تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— وَمَا یَعْزُبُ عَنْ رَّبِّكَ مِنْ مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ وَلَاۤ اَصْغَرَ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرَ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

او ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرآنه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو پكې بوخت (لګيا) ياست، او ستا له ربه نه په ځمكه او نه په آسمان كې د يو بڅري په اندازه (كوم شى) پټېداى شي او نه به تر دې هم لا ډېر كوچنى او يا ډېر لوى داسې كوم شى وي چې په يو روښانه دفتر كې نه وي (ليكلى). info
التفاسير: