د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
15 : 10

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیَاتُنَا بَیِّنٰتٍ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا ائْتِ بِقُرْاٰنٍ غَیْرِ هٰذَاۤ اَوْ بَدِّلْهُ ؕ— قُلْ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اُبَدِّلَهٗ مِنْ تِلْقَآئِ نَفْسِیْ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

او كله چې پر هغوى زموږ روښانه آيتونه لوستل كيږي، نو هغه كسان چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري، وايي چې د دې پر ځاى بل قرآن راوړه يا په همدې كې څه بدلون راوله، ورته وايه: زما دا كار نه دى چې له خپله ځانه څه بدلون پكې راولم، زه خو صرف هغه څه پسې روان يم چې وحى راته كيږي، زه كه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو د هماغې لويې ورځې له سزا وېرېږم. info
التفاسير: