د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
11 : 10

وَلَوْ یُعَجِّلُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُمْ بِالْخَیْرِ لَقُضِیَ اِلَیْهِمْ اَجَلُهُمْ ؕ— فَنَذَرُ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

او كه چېرې الله خلكو ته بدي هم په هماغسې بيړه ورسوي لكه دوى يې چې د (دنيايي) ښېګڼې په غوښتنه كې كوي نو نېټه به یې پوره شوې وه (تباه شوي به وو) خو موږ هغه خلک چې راسره د يو ځاى كېدو هيله نه لري هماغسې په خپله ناړامۍ كې لا لهانده پريږدو. info
التفاسير: