د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
95 : 9

سَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ اِذَا انْقَلَبْتُمْ اِلَیْهِمْ لِتُعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ رِجْسٌ ؗ— وَّمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

دغه وروسته پاتې کېدونکي به د خپلو باطلو عذرونو د تاکيد لپاره پر الله لوړې کوي کله چې تاسو راوګرځئ ای مؤمنانو! تر څو د هغوی له ملامتولو او هغوی ته د پېغور ورکولو څخه لاس په سر شئ، هغوی د غوسه کوونکي د پرېښودو غوندې پرېږدئ او ترې لرې شئ، بېشکه هغوی پليتۍ دي باطني چټلتياوې دي، د ورتلو ځای يې دوزخ دی، د هغوی د کړي نفاق او ګناهونو بدله ده. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• ميدان العمل والتكاليف خير شاهد على إظهار كذب المنافقين من صدقهم.
د عمل او تکاليفو ميدان غوره شاهد دی د منافقانو پر درواغو د هغوی تر رېښتينولۍ څخه. info

• أهل البادية إن كفروا فهم أشد كفرًا ونفاقًا من أهل الحضر؛ لتأثير البيئة.
د چاپېريال د اغېزې له امله د صحرا خلک که کفر وکړي؛ نو هغوی د کفر او نفاق له پلوه ډېر سخت وي تر ښاري خلکو. info

• الحض على النفقة في سبيل الله مع إخلاص النية، وعظم أجر من فعل ذلك.
د الله په لار کې لګښت کولو ته هڅوونه د نيت له اخلاص سره د دغه کړنې د بدلې لوی والی. info

• فضيلة العلم، وأن فاقده أقرب إلى الخطأ.
د پوهې غوراوی او څوک يې چې نلري د هغه تېروتنې ته نېږدېوالی. info