د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
7 : 87

اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا یَخْفٰی ۟ؕ

مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې د يو څه هېرول وغواړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه پوهيږي چې ښکاره کول کيږي او څه چې پټول کيږي، له دغه څخه هيڅ هم ترې نه پټيږي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• تحفظ الملائكة الإنسان وأعماله خيرها وشرها ليحاسب عليها.
پرېښتې انسان او د هغه د ښو او بدو اعمالو ساتنه کوي ترڅو ورسره پرې حساب وشي. info

• ضعف كيد الكفار إذا قوبل بكيد الله سبحانه.
د کافرانو د چل کمزورتيا کله چې د الله له تدبير سره پرتله کړل شي. info

• خشية الله تبعث على الاتعاظ.
د الله وېره د پند اخېستلو لامل کيږي. info