د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

مزمل

د سورت د مقصدونو څخه:
بيان الأسباب المعينة على القيام بأعباء الدعوة.
د هغو لاملونو بيانول چې د بلنې په سختيو ګاللو کې مرسته کوونکي دي. info

external-link copy
1 : 73

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ

اې په خپلو جامو کې ځان نغاړونکيه ( يعني نبي صلی الله عليه وسلم). info
التفاسير:

external-link copy
2 : 73

قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ

له کمې برخې پرته په نوره شپه کې لمونځ کوه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 73

نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ

که دې خوښه شي تر نيمايي شپې لمونځ کوه، او يا له نيمايي هم کمه برخه ترڅو درېيمې برخې ته ورسېږې. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 73

اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ

او يا پرې زيات کړه، ترڅو له دريو دوو برخو ته ورسېږې، او کله چې قرآن لولې څرګند يې لوله او په لوستلو کې يې له کرارۍ کار اخله. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 73

اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟

اې رسوله! پرته له شکه موږ پرتا قرآن نازلوو، چې هغه درنده وينا ده؛ ځکه په هغې کې فرائض، حدود، حکمونه، آداب او داسې نور دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 73

اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ

د شپې په حصو کې لوستل ډیر ښه وي او زړه د قرءت سره خورا زیات برابر وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 73

اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ

پرته له شکه ستا لپاره له ورځې په خپلو کړنو کې بوختيا ده، چې د هغو له امله له لوستلو يې بوختېږې، نو د شپې لمونځ کوه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 73

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ

او الله په ډول ډول يادونو يادوه، او د الله پاک عبادت ته په بشپړ بېلوالي سره په اخلاص ځان بېل کړه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 73

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟

د ختيځ رب او د لوېديځ رب دی، له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، نو همغه وکيل ونيسه چې په خپلو ټولو چارو کې پرې بروسه کوې. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 73

وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟

او له ملنډو او ښکنځلو پر هغه څه صبر کوه چې درواغ ګڼونکي يې وايي، او په داسې ډول ترې بېل شه چې هيڅ اذيت پکې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 73

وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟

او د دنيا په مزو ګټه اخېستونکو، درواغ ګڼونکو په کيسه کې مه کېږه، ما او هغوی پرېږده، او هغوی ته لږ موده انتظار وکړه تر څو يې وخت را ورسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 73

اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ

پرته له شکه په آخرت کې موږ سره درنې زولنې دي او بلېدونکی اور دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 73

وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫

او داسې خواړه چې د سخت تریخوالي له امله به په مرۍ کې نېښلي، او دردوونکی عذاب، چې دا پر هغه مخکېنيو زيات شی وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 73

یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟

دغه عذاب به په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته رسېدونکی وي په کومه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزيږي، او غرونه به د حالت د سختوالي له امله بهېدونکي تيت رېګ غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 73

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ

پرته له شکه موږ تاسو ته يو رسول درلېږلی وو چې د قيامت په ورځ ستاسو پر کړنو شاهد وي لکه څنګه مو چې فرعون ته يو رسول لېږلی و چې هغه موسی عليه السلام و. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 73

فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟

خو فرعون د خپل پالونکي لخوا ور لېږل شوي رسول څخه سرغړونه وکړه، نو هغه ته مو په دنيا کې په ډوبولو سخت عذاب ورکړ، او په آخرت کې د اور عذاب، نو تاسې له خپل رسول څخه سرغړونه مه کوئ چې همغه څه به در ورسيږي چې هغه ته رسېدلي و. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 73

فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟

که چېرې تاسې پر الله کفر وکړئ او رسول يې درواغجن وبولئ؛ نو په هغه سخته اوږده ورځ به څنګه ځانونه ساتئ او خوندي کوئ چې د وړو ماشومانو سرونه به د هغې ورځې د سختوالي او اوږدوالي له امله سپين شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 73

١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟

آسمان به د هغې له سختۍ څخه چا ودېدونکی وي، او د الله ژمنه هرومرو ترسره کېدونکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 73

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠

پرته له شکه دغه نصيحت چې د هغه څه پر بيان مشتمل دی چې د قيامت په ورځ به کوم بد حالت او سختي وي دا يو پند دی چې مؤمنان ترې ګټه پورته کوي، نو څوک چې د خپل پالونکي لوري ته د رسوونکې لارې غوره کوونکی وو هغه غوره کړه. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أهمية قيام الليل وتلاوة القرآن وذكر الله والصبر للداعية إلى الله.
د الله لوري ته د بلونکي لپاره د شپې د لمانځه، د قرآن د لوستلو، د الله د ياد او صبر کولو اهميت. info

• فراغ القلب في الليل له أثر في الحفظ والفهم.
په شپه کې د زړه فارغ والی په ياد او پوهه کې ځانګړی اغېز لري. info

• تحمّل التكاليف يقتضي تربية صارمة.
د ستونزو زغمل د پرېکنده روزنې غوښتنه کوي. info

• الترف والتوسع في التنعم يصدّ عن سبيل الله.
په نعمتونو کې زيادت او پراخي د الله له لارې راګرځوي. info