د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

د مخ نمبر:close

external-link copy
41 : 70

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ خَیْرًا مِّنْهُمْ ۙ— وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟

د هغوی پر نورو خلکو بدلولو چې د الله اطاعت به کوي، او هغوی به تباه کوو، له دغه کار څخه نه بې وسې کېږو، او نه موږ کمزوري يو کله چې د هغوی د تباهۍ او پر نورو يې د بدلولو اراده وکړو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 70

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

نو اې رسوله! پرېږده يې چې په هغه باطل او لارورکۍ کې ننوزي چې پکې دي، او په خپل دنيوي ژوند کې لوبې کوي، تردې د قيامت په ورځ له هغه څه سره مخ شي چې په قرآن کې يې ژمنه ورسره کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 70

یَوْمَ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ سِرَاعًا كَاَنَّهُمْ اِلٰی نُصُبٍ یُّوْفِضُوْنَ ۟ۙ

په کومه ورځ چې له قبرونو څخه په منډه منډه راوځي داسې لکه يوې نښې خواته چې سره سيالي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 70

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— ذٰلِكَ الْیَوْمُ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟۠

سترګې به يې ټيټې وي، رسوايي به پرې خپره وي، دا هغه ورځ ده چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، او هغوی يې پروا نه لرله. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• خطر الغفلة عن الآخرة.
له آخرته د بې پروايۍ خطر. info

• عبادة الله وتقواه سبب لغفران الذنوب.
د الله لمانځل او له هغه وېره د ګناهونو د بښنې لامل کيږي. info

• الاستمرار في الدعوة وتنويع أساليبها حق واجب على الدعاة.
په بلنه کې دوام او د کړنلارو بدلول را بدلول يې پر بلونکو يو لازمي حق دی. info