د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

د مخ نمبر:close

external-link copy
45 : 53

وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ

اودا چې هغه دوه ډولونه پيداکړي: نارينه او ښځينه. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 53

مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟

له مني څخه کله چې په رحم کې کښېښودل شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 53

وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ

او دا چې پر هغه د خپلو دواړو مخلوقاتو د هغوی له مړينې وروسته په بيا را ژوندي کولو را ګرځول دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ

اودا چې هغه له خپلوبندګانو چاته وغواړي د مال په څښتن ګرځولو سره يې شتمن کوي، او له ماله هغه څه ورکوي چې خلک د پانګې په ډول پانګونه پرې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ

او هغه د شعری پالونکی دی، چې هغه يو ستوری دی، ځينو مشرکانو به له الله پرته لمانځلو.
info
التفاسير:

external-link copy
50 : 53

وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ

او دا چې هغه لومړني عاديان تباه کړل، چې هغه د هود قوم و کله يې چې پر کفر ټينګار وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 53

وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ

او د صالح قوم ثموديان يې تباه کړل، نو له هغوی يې هيڅوک پرې نښودل. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 53

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ

او د عاد او ثمود له قوم مخکې يې د نوح قوم تباه کړ، بېشکه د نوح قوم د ظلم له پلوه ډېر سخت و، او د عاد او ثمود له قومونو لوی سرکښه و، ځکه نوح په هغوی کې پنځوس کم زر کاله پاتې شو او هغوی يې د الله يووالي ته رابلل، خو هغوی يې خبره ونه منله. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 53

وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ

او د لوط د قوم کلی يې آسمان ته پورته کړ، بيا سرچپه کړ، بيا ځمکې ته را وغورځولو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 53

فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ

بيا يې پټ کړل او ډبرې يې ور ورسولې په هغه څه يې چې آسمان ته له پورته کولو او ځمکې ته تر راغورځولو وروسته و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 53

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟

نو د خپل پالونکي پر کومو نښانو چې د هغه پر ځواک دلالت کوونکې دي ای انسانه! ته شخړه کوې چې پند نه پرې اخلې؟! info
التفاسير:

external-link copy
56 : 53

هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟

دغه رسول چې تاسو ته در لېږل شوی دی د پخوانيو رسولانو له جنسه دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 53

اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ

نېږدې قيامت نېږدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 53

لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ

هغه لره کوم داسې ايساروونکی نشته چې ايسار يې کړي، او له الله پرته نه کوم خبر ورکوونکی شته چې په اړه يې خبر ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 53

اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ

نو آيا له دغه قرآنه چې پر تاسو لوستل کيږي تعجب کوئ چې د الله له لوري دی؟! info
التفاسير:

external-link copy
60 : 53

وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ

او پر هغه د ملنډو له کبله خاندئ، او د هغو د پندونو د اورېدو پر مهال ژاړئ نه؟! info
التفاسير:

external-link copy
61 : 53

وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟

او تاسو له هغه بې خبره ياست، پروا يې نه کوئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
62 : 53

فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟

نو يوازې الله ته سجده وکړئ، او يوازې هغه لره عبادت وکړئ. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• عدم التأثر بالقرآن نذير شؤم.
له قرآن څخه نه اغېزمن کېدل د وېروونکي بد فالي ده. info

• خطر اتباع الهوى على النفس في الدنيا والآخرة.
پر نفس د هوس د پيروي خطر په دنيا او آخرت کې. info

• عدم الاتعاظ بهلاك الأمم صفة من صفات الكفار.
د نورو امتونو له تباهۍ پند نه اخېستل د کافرانو له صفتونو يو صفت دی. info