د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
29 : 50

مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠

زما په وړاندې وينا نه شي بدلېدلای، او نه زما ژمنه خلاف کېدای شي، او نه زه پر بندګانو د هغوی له نېکيو په کمولو او بديو کې په زياتولو ظلم کوم، بلکې پر هغه څه به بدله ورکړم چې کړي يې دي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• علم الله بما يخطر في النفوس من خير وشر.
د الله پر هغه خير او شر پوهېدل چې په زړونو کې را ګرځي. info

• خطورة الغفلة عن الدار الآخرة.
د آخرت له کوره د بې پروايۍ خطرناک کېدل. info

• ثبوت صفة العدل لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د عدل د صفت ثابتوالی. info