د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
22 : 50

لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟

او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته د خپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه د عذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• علم الله بما يخطر في النفوس من خير وشر.
د الله پر هغه خير او شر پوهېدل چې په زړونو کې را ګرځي. info

• خطورة الغفلة عن الدار الآخرة.
د آخرت له کوره د بې پروايۍ خطرناک کېدل. info

• ثبوت صفة العدل لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د عدل د صفت ثابتوالی. info