د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
10 : 47

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— دَمَّرَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؗ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ اَمْثَالُهَا ۟

آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، تر څو یې لیدلی وای چې له هغوی مخکې د هغو کسانو پايله څنګه شوه کومو چې تکذيب کړی وو، پايله يې ډېره دردوونکې وه، الله پر هغوی هستوګنځي ور چپه کړل، هغوی يې تباه کړل، د هغوی اولادونه او مالونه يې ورتباه کړل، او د کافرانو لپاره به په هرځای او هر وخت کې دا ډول سزاوې وي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• النكاية في العدوّ بالقتل وسيلة مُثْلى لإخضاعه.
د دښمنپه وژلو کې سختي کول د هغه د تسليمۍ لپاره تر ټولو غوره وسیله ده. info

• المن والفداء والقتل والاسترقاق خيارات في الإسلام للتعامل مع الأسير الكافر، يؤخذ منها ما يحقق المصلحة.
په اسلام کې د کافر بندي سره د معاملې کولو لپاره احسان کول، فديه اخېستل، وژل او غلام جوړل یې دا ټول اختيارات شتون لري، هغه څه به ترې غوره کيږي چې مصلحت پکې وي. info

• عظم فضل الشهادة في سبيل الله.
د الله په لار کې د شهادت د غوره والی لوی والی. info

• نصر الله للمؤمنين مشروط بنصرهم لدينه.
د مؤمنانو لپاره د الله مرسته د هغوی له لوري د الله د دين تر مرستې پورې تړلې ده. info