د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
29 : 46

وَاِذْ صَرَفْنَاۤ اِلَیْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ یَسْتَمِعُوْنَ الْقُرْاٰنَ ۚ— فَلَمَّا حَضَرُوْهُ قَالُوْۤا اَنْصِتُوْا ۚ— فَلَمَّا قُضِیَ وَلَّوْا اِلٰی قَوْمِهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟

ای رسوله! در په ياد کړه کله مو چې يوه ډله پېريان درولېږل ترڅو پرتا نازل شوی قرآن واوري، کله چې يې اورېدلو ته حاضر شول، ځينو يې ځينو ته وويل: غوږ ونيسئ ترڅو يې سم واورو، کله چې رسول صلی الله عليه وسلم لوستل پای ته ورسول، هغوی يې خپل قوم ته راوګرځېدل ترڅو يې د الله له عذابه ووېروي که چېرې پر دغه قرآن ايمان رانه وړي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من حسن الأدب الاستماع إلى المتكلم والإنصات له.
د ادب له ښکلا دا هم دي چې ويناوال ته غوږ ونيول شي او ورته چوپ شي. info

• سرعة استجابة المهتدين من الجنّ إلى الحق رسالة ترغيب إلى الإنس.
لارموندونکو پېريانو له خوا حق په بيړه منل د انسانانو د هڅولو لپاره يو پيغام دی. info

• الاستجابة إلى الحق تقتضي المسارعة في الدعوة إليه.
د حق منل د دې غوښتنه کوي چې هغو ته په بلنه کې له بيړې کار واخېستل شي. info

• الصبر خلق الأنبياء عليهم السلام.
صبر د انبياو عليهم السلام له خويونو څخه دی. info