د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
8 : 43

فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

خو موږ هغه خلک هم تباه کړل چې تر دغو امتونو پياوړي وو، نو څوک چې تر هغوی کمزوري دي د هغوی له تباهۍ به بې وسې نه شو، او په قرآن کې د پخوانيو امتونو د تباه کولو بيان تېر شوی، لکه د عاد، ثمود، د لوط قوم او د مدين خلک. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• سمي الوحي روحًا لأهمية الوحي في هداية الناس، فهو بمنزلة الروح للجسد.
وحي ته روح ويل د خلکو په لارښوونه کې د وحي د اهميت له امله، نو هغه داسې ده لکه روح د بدن د پاره. info

• الهداية المسندة إلى الرسول صلى الله عليه وسلم هي هداية الإرشاد لا هداية التوفيق.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب هدايت چې دی هغه د لارښوونې هدایت دی نه د توفيق ورکوونې هدایت. info

• ما عند المشركين من توحيد الربوبية لا ينفعهم يوم القيامة.
د مشرکانو د ربوبيت توحيد به هغوی ته د قيامت په ورځ ګټه ونه رسوي. info