د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
39 : 40

یٰقَوْمِ اِنَّمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا مَتَاعٌ ؗ— وَّاِنَّ الْاٰخِرَةَ هِیَ دَارُ الْقَرَارِ ۟

ای زما قومه! دغه د دنيا ژوند په ختمېدونکو مزو ګټه اخېستنه ده، نو پای ته رسېدونکې ګټه مو دې دوکه نه کړي، او د آخرت په ژوند کې چې کوم تلپاتې نه ختمېدونکي پېرزوينې دي هغه د تلپاتې کرارۍ او اوسېدو ځای دی، نو د الله په پيروۍ د هغه لپاره عمل وکړئ او د آخرت له عمله د دنيا په ژوند له بوختېدو ډډه وکړئ. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الجدال لإبطال الحق وإحقاق الباطل خصلة ذميمة، وهي من صفات أهل الضلال.
د حق باطلولو او باطل په حق ثابتولو لپاره جګړه کول د لارورکو له صفتونو يو بد صفت دی. info

• التكبر مانع من الهداية إلى الحق.
لويي کول حق ته له لارښوونې منع کوونکې ده. info

• إخفاق حيل الكفار ومكرهم لإبطال الحق.
د حق باطلولو لپاره د کافرانو د چل او فرېبونو ناکامېدل. info

• وجوب الاستعداد للآخرة، وعدم الانشغال عنها بالدنيا.
آخرت ته د چمتووالي واجبوالی او له هغه څخه په دنيا نه مشغولیدل. info