د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

د مخ نمبر:close

external-link copy
50 : 40

قَالُوْۤا اَوَلَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ؕ— قَالُوْا فَادْعُوْا ۚ— وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟۠

د دوزخ څوکيداران به کافرانوته د ځواب په توګه ووايي: آيا رسولان مو له څرګندو دليلونو او برهانونو سره نه و درته راغلي؟! کافران به ووايي: ولې نه، هغوی له څرګندو دليلونو او برهانونو سره راتلل، د دوزخ څوکيداران به هغوی ته د چوپ کولو په موخه ووايي: نو تاسو په خپله يې راوبولئ موږ د کافرانو سپارښتنه نه کوو، او د کافرانو رابلنه يوازې بطلان او له منځه تلل دي، ځکه د هغوی د کفر له امله ورڅخه نه منل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 40

اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُ ۟ۙ

له شک پرته موږ د خپلو رسولانو او هغو کسانو مرسته کوو چې پر الله او د هغه پر رسولانويې ايمان راوړی تر څو د هغوی د دښمنانو پر خلاف د هغوی حجت ښکاره او تاييد شي، او په قيامت کې به جنت ته د هغوی په ننه اېستلو او په دنيا کې چې د هغوی کوم دښمنان و د هغوی دوزخ ته په ننه اېستلو سره د سزا په ورکولو د هغوی مرسته وکړو وروسته تر دې چې نبيان، پرېښتې او مؤمنان به د تبليغ په کولو او د امتونو په درواغ ګڼلو شاهدي ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 40

یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟

هغه ورځ چې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکو ته يې عذر غوښتنه ګټه ونه رسوي، او هغوی لره به په دغه ورځ د الله له رحمت څخه لرې والی وي او په آخرت کې به بد کور وي د هغه دردوونکی عذاب له امله چې هغوی ورسره مخ کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 40

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَاَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ ۟ۙ

او پرته له شکه موسی ته مو هغه پوهه ورکړه چې بني اسرائیلو ته د حق لاره وښای، او تورات مو په بني اسرائيلو کې داسې ميراثي کتاب وګرځولو چې يو نسل یې له بل نسله په ميراث وړي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 40

هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

د حق لارې ته د لارښوونې او د سالم عقل څښتنانو ته د يادونې په توګه. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 40

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟

نو ای رسوله! پر هغه څه صبر کوه چې د خپل قوم لخوا له کوم دراوغ ګڼلو او اذيت سره مخ کېږې، له شک پرته د الله لخوا ستا سره د مرستې او تاييد ژمنه حق ده هيڅ شک نشته پکې، د خپلې ګناه بښنه دې غواړه، او د ورځې په پيل او پای کې د خپل پالونکي په ستاينه دې پاکي بيانوه. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ۙ— اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ ۚ— فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

بېشکه هغه کسان چې د الله په آيتونو کې پرته له داسې حجت او برهانه چې د الله له لورې ورته راغلی وي د هغو د باطلولو په موخه جګړې کوي، دغه کار ته يې يوازې د هغوی د حق پر خلاف لويي او د تکبر اراده هڅوي، او هيڅکله به هغې لويۍ ته ونه رسيږي چې اراده يې لري، نو ای رسوله د الله پر رسۍ منګولې ټينګې ولګوه، بېشکه هغه د خپلو بنده ګانو د ويناوو ښه اورېدونکی، پر کړنو يې ښه پوه دی، هيڅ شی به ترې پاتې نه شي او پر هغو به بدله ورکړي.
info
التفاسير:

external-link copy
57 : 40

لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

د آسمانونو او ځمکې د لوی والي او پرخوالي له امله د هغو پيدايښت د خلکو له پيدايښت څخه لوی کار دی، نو کوم ذات چې دغه پيداکړي سره د هغو د لوی والي، هغه د مړو له قبرونو څخه په بیا راژونديکولو هم قادر دی تر څو حساب ورسره وکړي او بدله يې ورکړي، خو ډېر خلک نه پوهيږي، نو پند نه ترې اخلي او د هغو د څرګندوالي سربېره د بېرته را پاڅېدو دليل يې نه ګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 40

وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِیْٓءُ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

او نه سره برابريږي هغه څوک چې نه ويني او هغه څوک چې ويني، نه هغه خلک چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه رسولان يې رېښتينې بللي او ښه کارونه يې کړي، له هغه چا سره نه برابريږي چې د ناوړه عقيدې او ګناهونو په کولو يې بد کار کړی، تاسو ډېر لږ پند اخلئ، ځکه که پند واخلئ نو د دواړو ډلو تر منځ په توپير به پوه شئ، ترڅو د دې خبرې کوښښ وکړئ چې د الله د خوښۍ په مينه کې د هغو خلکو څخه شئ چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• نصر الله لرسله وللمؤمنين سُنَّة إلهية ثابتة.
د الله لخوا د خپلو رسولانو او مؤمنانو مرسته يو الهي ثابته لاره ده. info

• اعتذار الظالم يوم القيامة لا ينفعه.
د قيامت په ورځ ظالم ته عذر ګټه نه رسوي. info

• أهمية الصبر في مواجهة الباطل.
له باطل سره په مخامخ کېدو کې د صبر اهميت. info

• دلالة خلق السماوات والأرض على البعث؛ لأن من خلق ما هو عظيم قادر على إعادة الحياة إلى ما دونه.
د آسمانونو او ځمکې پيدايښت په بيا را ژوندیکیدلو دلالت کوي، ځکه چا چې هغه څه پيداکړي چې هغه ډېر لوی دي هغه د ژوند په بيا راګرځولو چې تردې کم شی دی قادر دی. info