د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
107 : 4

وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِیْنَ یَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا اَثِیْمًا ۟ۚۙ

د هيڅ داسې شخص لخوا شخړه مه کوه چې خيانت کوي او د خيانت په پټولو کې له مبالغې کار اخلي، الله هغه څوک نه خوښوي چې ډېر خيانت او ګناه کوونکی وي.
info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• النهي عن المدافعة والمخاصمة عن المبطلين؛ لأن ذلك من التعاون على الإثم والعدوان.
د باطل پرستو په ننګ جګړه کول او له هغوی څخه د دفاع کولو څخه منع، ځکه چې دا کار د هغوی سره په ګناه او تیري کولو کې مرسته ده. info

• ينبغي للمؤمن الحق أن يكون خوفه من الله وتعظيمه والحياء منه فوق كل أحد من الناس.
مناسب دې ریښتونې مومن لره چې د هغه ویره یواځې د الله تعالی څخه وي او د هغه لويې او د هغه څخه حیا کول باید د ټولو خلکو څخه اوچته وي. info

• سعة رحمة الله ومغفرته لمن ظلم نفسه، مهما كان ظلمه إذا صدق في توبته، ورجع عن ذنبه.
د الله تعالی د رحمت پراخي او د هغه بخښنه هغه چاته چې په خپل ځان يې ظلم کړی وي، که هر څومره ظلم وي کله چې هغه په خپله توبه کې ریښتونی وي، او د خپلې ګناه څخه واوړي. info

• التحذير من اتهام البريء وقذفه بما لم يكن منه؛ وأنَّ فاعل ذلك قد وقع في أشد الكذب والإثم.
ویره ورکول دي د تهمت لګولو څخه په یو بری کس او د هغه ویشتل په هغه ګناه چې هغه نه وي کړي؛ او یقینا د دې کار کوونکی په سختو دروغو او ګناه کې واقع شوی. info