د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
63 : 39

لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠

يوازې هغه لره په اسمانونو او ځمکه کې د ښېګڼو د خزانو چابيانې دي، چاته چې وغواړي ورکوي يې او چاته چې وغواړي ترې راګرځوي يې، او کومو خلکو چې د الله پر آيتونو کفر کړی همدوی تاوانيان دي، ځکه د دنيا په ژوند کې له ايمانه بې برخې دي او په آخرت کې به د تل لپاره اور ته ننوزي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الكِبْر خلق ذميم مشؤوم يمنع من الوصول إلى الحق.
لويي يو بد او ناوړه خوی دی، چې حق ته له رسېدو منع کوونکی دی. info

• سواد الوجوه يوم القيامة علامة شقاء أصحابها.
د مخونو توروالی د قيامت په ورځ د څښتنانو د بدبختۍ نښه يې ده. info

• الشرك محبط لكل الأعمال الصالحة.
شرک د ټولو نېکو کړنو له منځه وړونکی دی. info

• ثبوت القبضة واليمين لله سبحانه دون تشبيه ولا تمثيل.
پرته له تشبيه او بېلګې بیانولو د الله لپاره د موټي او ښي لاس ثابتوالی. info