د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
96 : 37

وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

او الله تاسو پېدا کړي یاست او ستاسو کړنې هم هغه پېدا کړې دي او ستاسو له کړنو څخه دا بوتان هم دي، نو یوازې هغه د دې وړ دی چې عبادت یې وشي او بل څوک ورسره شریک ونه نیول شي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• من مظاهر الإنعام على نوح: نجاة نوح ومن آمن معه، وجعل ذريته أصول البشر والأعراق والأجناس، وإبقاء الذكر الجميل والثناء الحسن.
په نوح علیه السلام د نعمتونو د علامو څخه: ژغورنه د هغه او د هغه چا چې ایمان یې راوړی له ده سره او د ده اولاده یې د بشریت او ټولو رګونو او جنسونو بنسټ وګرځوله او د ښه یاد او ښایسته ستاینې پرېښودل. info

• أفعال الإنسان يخلقها الله ويفعلها العبد باختياره.
د انسان کړنې الله پېدا کوي او بنده یې په خپل اختیار تر سره کوي. info

• الذبيح بحسب دلالة هذه الآيات وترتيبها هو إسماعيل عليه السلام؛ لأنه هو المُبَشَّر به أولًا، وأما إسحاق عليه السلام فبُشِّر به بعد إسماعيل عليه السلام.
ذبیح (حلال شوی) د دې آیتونو په دلالت او ترتیب سره اسماعیل علیه السلام دی؛ ځکه د هغه په اړه لومړی زېری شوی او هر چې اسحاق علیه السلام دی نو د هغه په اړه د اسماعیل علیه السلام څخه وروسته زېری شوی. info

• قول إسماعيل: ﴿سَتَجِدُنِي إِن شَآءَ اْللهُ مِنَ اْلصَّابِرِينَ﴾ سبب لتوفيق الله له بالصبر؛ لأنه جعل الأمر لله.
د اسماعیل علیه السلام دا وینا (ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې) د الله تعالی لخوا ده ته د صبر د توفیق لامل دی؛ ځکه چې کار یې الله ته وسپاره. info