د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
28 : 37

قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟

کشران به خپلو مشرانو ته وایي: بېشکه تاسو -ای مشرانو- به مونږ ته د دین او حق باره کې راتللئ نو کفر، شرک او د ګناهونو ترسره کول به مو راته ښایسته کړل او له هغه حق څخه به مو وېرولو او شړلو کوم چې پېغمبرانو د الله له لورې راوړی ؤ. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• سبب عذاب الكافرين: العمل المنكر؛ وهو الشرك والمعاصي.
د کافرانو د عذاب لامل: بد کاري، چې شرک او ګناهونه دي. info

• من نعيم أهل الجنة أنهم نعموا باجتماع بعضهم مع بعض، ومقابلة بعضهم مع بعض، وهذا من كمال السرور.
د جنتیانو له نعمتونو څخه د هغوی یو بل سره یو ځای کېدل، یو بل سره مخامخ کېدل دي، چې دا د خوشالۍ بشپړتیا ده. info