د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
145 : 37

فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ

بیا مو د ماهي له ګېډې څخه د ونو او ودانیو څخه خالي زمکه باندې وغورځولو، په داسې حال کې چې تن یې کمزوری شوی و له دې کبله چې د ماهي په ګېډه کې څه وخت ځنډېدلی و. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• سُنَّة الله التي لا تتبدل ولا تتغير: إنجاء المؤمنين وإهلاك الكافرين.
د الله هغه سنت نه بدلېږي او نه تغیرېږي: د مومنانو ساتنه او د کافرانو هلاکول دي. info

• ضرورة العظة والاعتبار بمصير الذين كذبوا الرسل حتى لا يحل بهم ما حل بغيرهم.
د هغو خلکو د انجام څخه عبرت اخیستلو ضرورت چې رسولان یې دروغجن ګڼل څو پرې هغه څه نازل نشي چې پر هغوی نازل شوي. info

• جواز القُرْعة شرعًا لقوله تعالى: ﴿ فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ اْلْمُدْحَضِينَ ﴾.
د پچې اچولو روا والی د الله د دې وینا له کبله: بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو. info