د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
26 : 36

قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بخښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی و لکه ما چې ايمان راوړی دی او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• أهمية القصص في الدعوة إلى الله.
د الله لوري ته په بلنه کې د کيسو(د مېتود) اهميت. info

• الطيرة والتشاؤم من أعمال الكفر.
بدپالي او سپیروالی د کفر له عملونو څخه دي. info

• النصح لأهل الحق واجب .
د حق څښتنانو لپاره نصيحت واجب دی. info

• حب الخير للناس صفة من صفات أهل الإيمان.
د خلکو لپاره د ښېګڼې خوښول د ايمان د څښتنانو له صفتونو يو صفت دی. info