د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
24 : 35

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ؕ— وَاِنْ مِّنْ اُمَّةٍ اِلَّا خَلَا فِیْهَا نَذِیْرٌ ۟

او ای رسوله! له شک پرته ته مو له داسې له حق سره لېږلی يې چې هيڅ شک پکې نشته، د مؤمنانو لپاره د هغه څه زيری ورکوونکی يې چې الله د هغوی لپاره کوم عزتمند ثواب چمتو کړی او د کافرانو لپاره په هغه څه وېروونکی يې چې الله هغوی لره کوم دردوونکی عذاب چمتو کړی او له پخوانيو امتونو هيڅ داسې امت نشته چې په هغو کې د الله له لوري داسې رسول نه وي تېر شوی چې د هغه له عذابه يې نه وېرول. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• نفي التساوي بين الحق وأهله من جهة، والباطل وأهله من جهة أخرى.
د حق او اهل حق ترمنځ د برابرۍ نفي له يولوري او د باطل او اهل باطل ترمنځ له بل لوري. info

• كثرة عدد الرسل عليهم السلام قبل رسولنا صلى الله عليه وسلم دليل على رحمة الله وعناد الخلق.
زموږ تر رسول صلی الله عليه وسلم مخکې د نورو نبيانو عليهم السلام د شمېر زياتوالی د الله د رحمت او د خلکو د ضد دليل دی. info

• إهلاك المكذبين سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو تباه کول الهي کړنلاره ده. info

• صفات الإيمان تجارة رابحة، وصفات الكفر تجارة خاسرة.
د ايمان صفتونه ګټه لرونکې سوداګري ده او د کفر صفتونه تاوان لرونکې سوداګري ده. info