د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
30 : 34

قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّلَا تَسْتَقْدِمُوْنَ ۟۠

ای رسوله! دغو په بيړه د عذاب غوښتونکو ته ووایه: ستاسو لپاره د عذاب نېټه ټاکلې ورځ ده، چې نه به يوه ګړۍ ترې وروسته کېږئ او نه به يوه ګړۍ ترې مخته کېږئ، او دغه ورځ د قيامت ورځ ده. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• التلطف بالمدعو حتى لا يلوذ بالعناد والمكابرة.
چاته چې بلنه ورکول کيږي له هغه سره نرمي کول تر څو د عناد او ضد لاره خپله نه کړي. info

• صاحب الهدى مُسْتَعْلٍ بالهدى مرتفع به، وصاحب الضلال منغمس فيه محتقر.
د هدايت څښتن د هدایت په مرسته لوړ او پورته وي او د لارورکۍ څښتن په لار ورکۍ کې غوټې وهونکی او سپک وي. info

• شمول رسالة النبي صلى الله عليه وسلم للبشرية جمعاء، والجن كذلك.
د نبي صلی الله عليه وسلم د نبوت شمول والی ټول بشريت ته او همدارنګه پېريانو ته. info