د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
66 : 33

یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَاَطَعْنَا الرَّسُوْلَا ۟

په کومه ورځ چې مخونه يې د دوزخ په اور کې اړول کيږي، هغوی به د سخت افسوس او پښېمانۍ له امله وايي: های کاشکي مو د دنيا په ژوند کې د الله امر منلی وای د هغه څه په پرځای کولو سره چې امر يې راته کړی و، او له هغه څه څخه په ډډه کولو سره چې ترې منع کړي يې وو، او د رسول پيروي مو کړې وای په هغه څه کې چې د خپل پالونکي له لوري يې راوړي و. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• اختصاص الله بعلم الساعة.
د قيامت پوهه يوازې تر الله پورې ځانګړې ده. info

• تحميل الأتباع كُبَرَاءَهُم مسؤوليةَ إضلالهم لا يعفيهم هم من المسؤولية.
د پيروانو لخوا پر خپلو مشرانو د هغوی د لارورکۍ مسؤوليت وراچول، هغوی له مسؤولیته نه شي خلاصولای. info

• شدة التحريم لإيذاء الأنبياء بالقول أو الفعل.
په وينا او کړنه نبيانو ته د آزار رسولو سخت نارواوالی. info

• عظم الأمانة التي تحمّلها الإنسان.
د هغه امانت لوی والی چې انسان پر غاړه واخېست. info