د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
23 : 32

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ

او بېشکه مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړی ؤ، نو ته په شک کې مه لوېږه -ای پېغمبره- د موسی علیه السلام سره د اسراء او معراج په شپه په مخامخ کېدلو (یعنې هغه لېدل بالکل حق دي) او مونږ په موسی علیه السلام نازل شوی کتاب د بني اسرائیلو لپاره د بې لاریتوب څخه د مخنیوي لارښود ګرځولی و. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• عذاب الكافر في الدنيا وسيلة لتوبته.
په دنیا کې د کافر عذاب د هغه د توبې وسیله ده. info

• ثبوت اللقاء بين نبينا صلى الله عليه وسلم وموسى عليه السلام ليلة الإسراء والمعراج.
زمونږ د نبي علیه السلام او موسی علیه السلام ترمنځ د اسراء او معراج په شپه د مخامخ کېدو ثبوت. info

• الصبر واليقين صفتا أهل الإمامة في الدين.
صبر او کلک باور ساتل دواړه په دین کې د پېشواګانو (امامانو) صفتونه دي. info