د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
25 : 31

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او که چېرته له دغو مشرکانو پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- چې آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ خامخا به ووایي: دا ټول الله پېدا کړي؟ ته ورته ووایه: ستاینه هغه ذات لره ده چې پر تاسو یې حجت څرګند کړ، بلکې زیاتره یې د ناپوهۍ له کبله نه پوهېږي چې څوک د ستاینې وړ دی. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• نعم الله وسيلة لشكره والإيمان به، لا وسيلة للكفر به.
د الله تعالی نعمتونه د هغه د شکر ویستلو وسیله ده نه په هغه د کفر کولو. info

• خطر التقليد الأعمى، وخاصة في أمور الاعتقاد.
د ړوند تقلید کولو خطر، او په ځانګړي ډول په عقېدوي چارو کې. info

• أهمية الاستسلام لله والانقياد له وإحسان العمل من أجل مرضاته.
الله تعالی ته د تسلیمېدو او غاړه ایښودلو ارزښت، او د هغه د رضا لپاره د عمل ښایسته کول. info

• عدم تناهي كلمات الله.
د الله تعالی د کلماتو (وینا) نه ختمېدل او بې پایي. info