د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
60 : 30

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

نو صبر وکړه -ای پېغمبره- ستا د قوم په دروغجن ګڼلو تا لره، بېشکه تا سره د الله ژمنه په مرسته کولو او کلکولو کې شته، هېڅ شک پکې نشته، او تا دې بېړه کولو او د صبر پرېښودلو ته مجبوره نکړي هغه کسان چې باور نلري چې بیا ژوندي شي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• يأس الكافرين من رحمة الله عند نزول البلاء.
د مصیبت پر مهال د الله تعالی د رحمت څخه د کافرانو ناهیلي کېدل. info

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د وس ورکولو (توفیق) لارښوونه د الله په لاس کې ده، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې. info

• مراحل العمر عبرة لمن يعتبر.
د عمر پړاوونه د هغه چا لپاره پند دی چې پند اخلي. info

• الختم على القلوب سببه الذنوب.
په زړونو د ټاپو لګېدلو لامل ګناهونه دي. info