د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
95 : 3

قُلْ صَدَقَ اللّٰهُ ۫— فَاتَّبِعُوْا مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ووایه -ای پیغمبره- الله تعالی په هغه څه کې چې د یعقوب علیه السلام په اړه یې بیان کړي، رښتیا ویلي دي، او په هغه څه کې چې الله تعالی رالیږلی او روا کړی یې دي، نو تاسې د ابراهیم علیه السلام د دین تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه د ټولو دینونو نه اسلام ته مایل ؤ، او له الله تعالی سره یې هیڅوک په عبادت کې نه وو شریک کړي. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• كَذِبُ اليهود على الله تعالى وأنبيائه، ومن كذبهم زعمهم أن تحريم يعقوب عليه السلام لبعض الأطعمة نزلت به التوراة.
پر الله او د هغه پر پیغمبرانو د یهودیانو دروغ تړل، چې له هغو دروغو څخه: د دوی ګمان چې یعقوب -علیه السلام- چې کوم خواړه پر ځان حرام کړي وو، هغه په تورات کې وو. info

• أعظم أماكن العبادة وأشرفها البيت الحرام، فهو أول بيت وضع لعبادة الله، وفيه من الخصائص ما ليس في سواه.
د عبادت په ځایونو کې غوره او عزتمند ځای بیت الله دی، هغه لومړنی کور دی چې د الله د عبادت له پاره پر زمکه جوړ شوی دی، په هغه کې داسې ځانګړتیاوې (خاصیتونه) دي چې له هغه پرته په نورو ځایونو کې نه شته. info

• ذَكَرَ الله وجوب الحج بأوكد ألفاظ الوجوب تأكيدًا لوجوبه.
الله تعالی د حج د فرضیت حکم په کلکو الفاظو بیان کړی دی، د هغه د فرضیت د تاکید له پاره. info