د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
90 : 27

وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ ؕ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او څوک چې له کفر او ګناهونو سره راشي، هغوی لره به اور وي چې پړ مخې به پکې اچول کيږي، او د ترټنې او سپکاوي په ډول به ورته ويل کيږي: آيا تاسو ته له هغه څه پرته د بل څه سزا درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول؟. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• الإيمان والعمل الصالح سببا النجاة من الفزع يوم القيامة.
ايمان او نيک عمل د قيامت په ورځ له وېرې څخه د خلاصون دوه لاملونه دي. info

• الكفر والعصيان سبب في دخول النار.
کفر او سرغړونه په اور کې د ننوتلو لامل دی. info

• تحريم القتل والظلم والصيد في الحرم.
په حرم کې د وژلو، ظلم او ښکار کولو حراموالی. info

• النصر والتمكين عاقبة المؤمنين.
مرسته او واک ترلاسه کول د مؤمنانو پايله ده. info